انصار: ( دغبرګولی 26مه)، د طالبانو حکومت یوځل بیا ټینګار کړی چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا ناوخته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، څرنګه چې د سترې محکمې له خوا اعلان شوی، په افغانستان کې به د دوشنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
هغه ویلي: یوځل بیا یادونه کوو چې نن شنبې د عرفې ورځ نه ده بلکې سبا یکشنبې د عرفې ورځ او دوشنبې به هم د لوی اخترلومړی ورځ وي.
هغه زیاته کړې چې همدا شرعي حکم دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت راتلونکې دوشنبې په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلانوي، سعوي عربستان سبا یکشنبې د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32075
قرأ